له الله نه بخښنه او روغتيا غوښتل
ابو بکر (رضي الله عنه) يو ځل په منبر ودرېد، اوښکې يې په سترګو کې وې، او ويې ويل چې زموږ ګران پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) هم د هجرت په لومړي کال هلته ودرېد، وژړل، او ويې فرمایل: له الله نه بخښنه او روغتيا وغواړئ، ځکه چې د ايمان له يقين وروسته، له روغتيا نه غوره بل څه نه دي ورکړل شوي. [ترمذي] ابن عمر (رضي الله عنه) روايت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: له الله نه د روغتيا غوښتلو نه زيات بل څه الله ته ګران نه دي. [ترمذي] انس بن مالک (رضي الله عنه) روايت کړی چې پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: که تا ته په دې دنيا او ورسته کې روغتيا درکړل شوه، نو ته واقعاً بريالی شوې. [ترمذي] ابن قتيبه وضاحت کړی چې روغتيا يعنې د دې دنيا له سختيو او د اخرت له وېرې نه خوندي پاتې کېدل. [غريب الحديث] يو ساده دعا چې اکثره تکرار يې کړئ: اللهم اني اسألك العفو و العافية في الدنيا و الاخرة. ربنا اتنا في الدنيا حسنة و في الاخرة حسنة و قنا عذاب النار. (اې الله، زه له تا نه په دې دنيا او ورسته کې بخښنه او روغتيا غواړم. اې زموږ ربه، مونږ ته په دنيا او اخرت کې ښېګڼه راکړه او مونږ د اور له عذاب نه وژغوره.)