له هريره رضي الله عنه څخه د تقوا په اړه پوښتنه
یو سړی ابو هریره رضي الله عنه ته راغی او ترې پوښتنه یې وکړه: تقوا څه معنا لري؟ نو ابو هریره ورته په یوه پوښتنه ځواب ورکړ: ایا دې په داسې لاره تللی يې چې له اغزو ډکه وه؟ سړي وویل: هو، تللی يم. هغه ورته وویل: او ته په هغې کې څنګه تللی يې؟ سړي وویل: ما اغزي ولیدل نو ترې لرې شوم، یا مې پرې ایښودل، یا مې ډډه ترې وکړه. نو ابو هریره رضي الله عنه وویل: تقوا همداسې ده.