اللہ ستاسو لپاره څه معنی لری؟
زما لپاره، اللہ یوازې د خدای نوم نه دی. هغه هغه ذات دی چې ما ته یې ساه ورکړه، هغه څوک چې زما د روح هر پټ کونج ویني-حتی هغه شیان چې زه یې بل چا ته په الفاظو کی نشم بیانولی. کله چې زه ورکه، ویره کښې، یا له شکر څخه ډکه شم، زه اللہ ته ورځم. حتی کله چې زه بې خبرې شم او زما زړه ګډوډ وي، هغه هلته وي. هغه ماته د هغه څه نه هم نږدې دی چې زه یې درک کولی شم، اما هغه د هر هغه څه نه پورته دی چې زما ذهن یې انځورولی شي. د هغه په څېر هیڅ نشته، هیڅ مقایسه نشته. اللہ الرحمان دی، تر ټولو مهربان، او الودود، مینه ناک. د هغه رحمت ماته ښیې چې زما غلطۍ زما ارزښت د تل لپاره نه ټاپه کوي. د هغه مینه ماته ښیې چې عبادت یو خالي چک لېست نه دی-دا د یو بنده او د هغه د جوړوونکي ترمنځ یو تړاو دی. په اللہ ایمان راوړل ماته دا معنی ورکوي چې زه دلته په تصادفي توګه نه یم راغورځول شوې. زما ژوند یو هدف لري، زما دردونه معنی لري، او هغه څه چې زما له پوهېدو نه پورته دي، هغه بیا هم د هغه په علم کې ساتل شوي. زه فکر نه کوم چې باید اللہ په بشپړ ډول وپېژنم ترڅو له هغه سره مینه وکړم. څنګه کولی شي یو کوچنی انساني مغز هغه ذات درک کړي چې دا یې جوړ کړی؟ نو، اللہ زما لپاره څوک دی؟ زما جوړوونکی، زما رب، زما خوندي ځای، هغه ذات چې زه ورته سجده کوم، هغه چې زه پرې تکیه کوم، او هغه چې زما زړه ورته ګرځي. رښتیا ووایم، زما لپاره د دې دین تر ټولو ښکلی برخه دا ده چې څومره چې زه د اللہ په اړه زده کړه کوم، هومره زه وینم چې زه واقعاً څومره لږ پوهېږم-او په یو ډول، دا مې یوازې نوره هم نږدې کوي، او زه یې نور هم غواړم.