د بركتونو ډك لس ورځې راغلې
الحمد لله، چې د ذوالحجې لومړۍ لس ورځې مونږ ته رانږدې شوې. دا ورځې الله ته دومره ګرانې دي، له سترو اجرونو، بښنې موقعو او هغه لارو ډكې چې ده ته نږدې کېدل پکې دي. ان صحابه کرامو رضي الله عنهم هم د دې ورځو په اړه حیران وو. او پیغمبر ﷺ مونږ ته وویل چې دا د نېکو اعمالو لپاره تر ټولو غوره ورځې دي. دلته ځينې معتبر لارښوونې دي: - د نېکو اعمالو لپاره تر ټولو سترې ورځې: پیغمبر ﷺ وفرمایل چې داسې ورځې نشته چې پکې نېك اعمال الله ته له دې لسو ورځو ډېر ګران وي. - الله پاک په دې ورځو قسم خوړلی: په قرآن کې الله فرمایي، "قسم د سهار په رڼا او په لسو شپو"، او ډېر عالمان وایي چې مطلب یې د ذوالحجې لومړۍ لس ورځې دي. - د عرفې په ورځ روژه: پیغمبر ﷺ وفرمایل چې دا روژه د تېر کال او راتلونکي کال ګناهونه له منځه وړي. په دې ورځو کې، باید خپل زړونه په رښتیني دعا سره ډك کړو. تر ټولو غوره ذکر "لا اله الا الله" دی، او مونږ تكبیر ډېر وایو، لکه زمونږ مخکښو چې كاوه-صحابه به ان په بازارونو کې هم وایه. د سید الاستغفار په ذریعه بښنه وغواړئ، او له الله نه هدایت او تقوی وغواړئ. راځئ ساده هدفونه وټاکو، لکه ټول پنځه لمونځونه په وخت په جومات کې ادا کول، هره ورځ قرآن لوستل، تكبیر ډېر ویل، لږ څه صدقه ورکول، که کولای شو د لومړیو نهو ورځو روژې نیول-او خامخا د عرفې روژه. رښتیني توبه وباسئ، د تہجد لپاره پاڅئ، او د ځان، خپلو والدینو او ټول امت لپاره دعا وکړئ. دا ورځې مه پرېږدئ چې ضایع شي. ډېر خلق رمضان ته په بې صبرۍ انتظار کوي خو هېروي چې دا ورځې له الله سره تر ټولو سترو ورځو څخه دي. ان كوچني اعمال هم په تلې كې درانه وي: یوه رښتینې دعا، د توبې یو اوښکی، یو آیت لوستل، یوه پټه صدقه. الله دې مونږ ته عرفې ته رسېدل راپه برخه كړي، زمونږ ګناهونه وبخښي، زمونږ دعاګانې قبولې كړي، او مونږ د خپلو نېكو بندګانو په ډله كې وشمېري. آمین.